د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون اعلان وکړ چې هېواد یې فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت پیژني.
مکرون د سېپټېمبر پر ۲۲مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په پیل کې وویل "مونږ باید سولې ته لاره هواره کړو."
رویټرز اژانس لیکي، د نړۍ لسګونه مشران به د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین د رسمیت پیژندنې هرکلی وکړي او په ټکو یې دا د غزې د جګړې له پیلېدو راپدېخوا یو د پام وړ ډېپلوماټیک بدلون دی.
تر فرانسې وړاندې بریتانیا، استرالیا، پرتګال او کاناډا هم فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژنده.
اسراییل بیا د لویدیزو هېوادونو له دغه اقدام سره موافق نه دی او حکومت یې ویلي، په داسې حال کې چې له فلسطیني وسلوالو ډلو سره جګړې ته دوام ورکوي، "هېڅ فلسطیني دولت به وجود ونه لري."
لویدیزو هېوادونه دغه کار د غزې په جګړه کې پر اسراییل د فشار په هدف ترسره کوي.
د راپورونو له مخې د غزې په جګړه کې چې نژدې دوه کاله یې کیږي، تراوسه شاوخوا ۶۵،۰۰۰ کسان وژل شوي او غزه نږدې بشپړه ویجاړه شوې ده.