د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ ایشیا جام: هند پاکستان ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړه


د هند او پاکستان ترمینځ د لوبې یوه څنډه - د سېپټېمبر ۲۱مې انځور
د هند او پاکستان ترمینځ د لوبې یوه څنډه - د سېپټېمبر ۲۱مې انځور

د کرکټ د ۲۰ اووره لوبو اسیا جام (ایشیا کپ) سیالیو د دویم پړاو په دویمه لوبه کې هند پاکستان ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

د سېپټېمبر پر ۲۱مه په دوبۍ نړېوال لوبغالي کې د لوبې پچه (ټاس) هند وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. پاکستان په ۲۰ اورونو کې د پینځو لوبغاړو په تاوان ۱۷۱ منډې جوړې کړې. د پاکستان له غاړې صاحبزاده فرحان ۵۸ منډې وکړې.

هند د ۱۷۲ منډو په تعقیب له پیله جارحانه لوبه وکړه. د هغوی د پیل توپ وهوونکو یا اوپنرانو ابیشیک شرما او شوبمان ګېل په ګډه ۱۰۵ منډې وکړې او بیا د هند لومړی لوبغاړی وسوځېد. هند ټاکلی هدف په ۱۹م اوور کې د څلورو لوبغاړو په تاوان پوره کړ.

د ایشیا کپ د سږنیو لوبو په لومړي پړاو کې هم هند او پاکستان سره مخامخ شوي ول او هغه لوبه هم هند ګټلې وه.

هند، پاکستان، سري لنکا او بنګلادېش د سږني ایشیا کپ هغه څلور غوره لوبډلې دي چې تر مینځ یې په دویم پړاو کې لوبې ترسره کېږي.

تر دې وړاندې د سېپټېمبر پر ۲۰مه د دوبۍ په لوبغالي کې د سري لنکا او بنګلا دېش ترمینځ لوبه شوې وه چې بنګلا دېش په څلورو ويکټونو ګټلې وه.

د دویم پړاو درېیمه لوبه د سېپټېمبر پر ۲۳مه د پاکستان او سري لنکا ترمینځ ده. هغه لوبه د ابوظبي په شېخ زاید لوبغالي کې ترسره کېږي.

د څلورو مخکښو لوبډلو د سیالیو په لړ کې به بنګلا دېش او هند د سېپټېمبر پر ۲۴مه، بنګلا دېش او پاکستان د سېپټمېبر پر ۲۵مه او هند او سری لنکا د سېپټېمبر پر ۲۶سره لوبېږي.

د اسیا جام لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي پای لوبه به یې د سېپټېمبر په ۲۸ نېټه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG