د اوکراین په ختیځي چېرنېهیف سیمه کې روسیې د سېپټېمبر پر ۲۰مه د بیړنیو چارو ادارې پر کارکوونکو خونړی برید کړی چې د اوکرایني چارواکو په وېنا، پکې دوه کارکوونکي زخمیان شوي دي.
په سیمه کې د پوځ یو انتظامي چارواکي ولادېسلاف چاوس ویلي، دا په یوه اونۍ کې دویم ځل دی چې روسي ځواکونو هغه اوروژونکي په نښه کړي چې د لومړني میزایلي یا ډرون برید وروسته مرستې لپاره یادې سیمې ته ورغلي ول.
دا بریدونه تر هغې لږه شیبه وروسته شوي چې نېټو هېوادونو د سېپټېمبر پر ۱۹مه د روسیې لخوا د ايستونیا فضايي حدودو ته د داخلېدو او په پولېنډ او رومانیا کې د وروستي ډرون بریدونو په اړه غوصه څرګنده کړې وه.
بلخوا روسیې ویلي چې لږ تر لږه ۶۵ اوکرایني ډرونونه د ۲۰م او ۲۱م سېپټېمبر ترمينځ شپې مهال د روسیې پر اهدافو ویشتل شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د سېپټېمبر پر ۲۰مه د وینا پر مهال له امریکا غوښتي چې د روسیې پر ضد دې سخت اقدامات عملي کړي ځکه چې د ده په وینا، د نېټو د ختیځو غړو ترمينځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.
د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې د روسیې پر اوکراین تر بشپړ یرغل وروسته واشنګټن او اروپايي اتحادیانو یې د مسکو پر وړاندې اقتصادي اقدامات عملي کړي دي خو کییف او اتحادیان یې پرضد د لا اقداماتو غوښتنه کوي.