د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ اسیا جام سيالیو کې نن هند او پاکستان سره مخامخېږي


د اسیا جام سيالیو په لومړي پړاو کې هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه. پخوانی انځور
د اسیا جام سيالیو په لومړي پړاو کې هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه. پخوانی انځور

د کرکټ اسیا جام سيالو په لړ کې نن (سېپټېمبر ۲۱مه) د هند او پاکستان ترمینځ لوبه کېږي.

دا سيالي به د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه نيمو او د کابل پر وخت د ماښام پر اووه بجو د دوبۍ په لوبغالي کې پیلېږي. د سيالیو په لومړي پړاو کې هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

د سېپټېمبر پر ۲۰مه د دوبۍ په لوبغالي کې د سريلينکا او بنګله دېش ترمینځ لوبه شوې وه چې بنګله دېش په څلورو ويکټونو ګټلې وه.

هند، پاکستان، سریلينکا او بنګله دېش تر هغې وروسته اسیايي جام د څلورو مخکښو لوبډلو پړاو ته وتلي چې افغانستان، متحده عربي امارات، عمان او هانګ کانګ د خپلو سیالیو له بایللو وروسته له دې لړۍ څخه ووتل.

د څلورو مخکښو لوبډلو د سیالیو په لړ کې به پاکستان او سریلينکا د د سېپټېمبر پر ۲۳مه، بنګله دېش او هند د سېپټېمبر پر ۲۴مه، بنګله دېش او پاکستان د سېپټمېبر پر ۲۵ او هند او سریلينکا به د سېپټېمبر پر ۲۶سره لوبېږي.

د اسیا جام لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي پای لوبه به یې د سېپټېمبر په ۲۸ نېټه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG