د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انټرنېټي برید له وجې اروپا کې پروازونه ځنډېدلي


د بېلجیم په یوه هوايي ډګر مساپر ولاړ دي - د سېپټېمبر ۲۰مې لنځور
د بېلجیم په یوه هوايي ډګر مساپر ولاړ دي - د سېپټېمبر ۲۰مې لنځور

د اروپا د هوایي ډګرونو د خدماتو د چمتو کولو ادارې (ایرو سپیس) فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د اروپا په یو شمېر مهمو هوایي ډګرونو کې سایبر (انټرنېټي) برید شوی دی.

د راپور له مخې د سېپټېمبر پر ۲۰مه، د برسلز یا بروکسل، برلېن او د لندن د هیټرو د هوایي ډګرونو په شمول په ګڼو هوايي ډګرونو کې د اسنادو د لیدو او د وسایلو د تنظیم چارې له ګډوډۍ او ځنډ سره مخامخ شوې دي. دا سایبر برید په یوشمېر هوایي ډګرونو کې د الوتنو د ځنډ او خنډ سبب شوی دی.

رويټرز خبري اژانس لیکي، د ايرلینډ په ډوبلن هوايي ډګر کې زیات شمېر مساپر په قطارونو کې ولاړ وو ځکه چې د سایبر برید له وجې په بېلابېلو هوايي ډګرونو کې الوتنې ځنډېدلې وې.

د سایبر حملې له وجې د هوايي ډګرونو د پاسپورټونو د چېک کولو او طیارې ته د داخلېدو (بورډېنګ) سیسټمونه اغېزمن شوي وو.

XS
SM
MD
LG