د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر ایران د بندیزونو د مخنیوي مسوده رد شوه
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په دې اړه رایه اچونه وشوه چې د جوهري پروګرام په تناظر کې دې پر ایران لګېدلي اقتصادي بندیزونه په دایمي ډول نه لرې کېږی. دا به د تهران لپاره یوه لویه اقتصادي ضربه وي او ایران ویلي دي چې دا ګام د سیاسي تعصب پر بنیاد اخیستل شوی دی. د سېپټېمبر پر ۱۹مه د بندیزونو د مخنیوي لپاره وړاندې شوی قرارداد رد شو. د قرارداد په حق کې څلور او په مخالفت کې یې نهه رایې ورکړل شوې. د دې مانا به دا وي چې که سیاسي جوړ جاړی ونه شو نو د سېپټېمبر پر ۲۸مه به پر ایران لګېدلي بندیزونه له ۲۰۱۵ز کال نه وړاندې حالت ته ولاړ شي. د ایران د اېرنا خبري اژانس د معلوماتو له مخې روسیې، چین، پاکستان او الجیریا د دې خبرې په حق کې رایه ورکړه چې بندیزونه دې بیا نه لګول کېږي. خو نهو هېوادونو د بندیزونو لګولو په حق کې خپله رایه استعمال کړه چې پکې امریکا، برتانیا، فرانسه، سرېلیون، سلووېنیا، ډېنمارک، یونان، پاناما او سومالیا شامل دي. د اسوشیېټېډ پریس له وېډيو جوړ راپور وګورئ.