پر اوکراین د روسیې د پراخو ډرون او میزایلي بریدونو په تعقیب پولینډ او د ناټو سازمان نورو هېوادونو خپلې جنګي جیټ الوتکې په حرکت کې راوستې دي.
د سېپټېمبر پر ۲۰مه دا پرمختګ وروسته له هغې مخې ته راغلی چې تر دې یوه ورځ وړاندې روسیې د استونیا په فضايي حدودو کې مداخله وکړه. تر هغې وړاندې روسيې د پولینډ او رومانیې په فضايي حدودو کې هم ډرون بریدونه کړي وو چې د ناټو سازمان د مشرانو غوسه یې راپارولې وه.
د پولینډ د پوځ یو قومندان پر ایکس (پخواني ټوېټر) لیکلي چې د دوی او د اتحادي هېوادونو الوتکې په فضا کې فعالیت کوي او پر مځکه د فضايي دفاع او راډار نظامونه یې په لوړه کچه چمتو کړي دي.
بل پلو، د اوکراین هوايي ځواک د سېپټېمبر پر ۲۰مه ویلي چې د روسیې لخوا پرې د ۵۷۹ ډرونونو، ۳۲ کروز میزایلو او اتو بېلسټیک میزایلو بریدونه شوي دي.
د اوکراین ولسمشر وولوودیمیر زېلېنسکي ویلي چې په دې پېښو کې درې تنه وژل شوي او لسګونه زخمیان شوي دي.
په عین حال کې د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د هېواد هوايي دفاعي نظامونو یې په بېلا بېلو سیمو کې د سېپټېمبر پر ۱۹مه نېټه ناوخته د اوکراین ۱۴۹ ډرونونه ویشتي دي.
د اوکراین او روسیې لخوا پر یو بل د بریدونو ادعاوې په خپلواکه توګه نه شي تایید کیدای.