د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وايي هېواد یې د افغانستان د خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا احترام لري.
لین جیان دا څرګندونې د سېپټېمبر پر ۱۹مه د چین په سر ښار بیجېنګ کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.
نوموړي دا څرګندونې د یو خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ د باګرام هوايي ډګر د بیا ترلاسه کولو هوډ ښوولی او دا یې هم ویلي دي چې دا ګام د چین د اټومي وسلو د څارلو لپاره ترسره کوي، نو چین په دې اړه څه دریځ لري؟
نوموړي په ځواب کې وویل، "د کړکېچ (تناو، تشنج) راپارول او په سیمه کې د ټکر فضا رامنځ ته کول د خلکو ملاتړ نه شي ترلاسه کولی."
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سېپټېمبر پر ۲۴مه په لندن کې د برتانیا د وزیراعظم کایر سټارمر سره یو ځای په خبري غونډه کې وویل، "د باګرام هوايي اډه چې د نړۍ له لویو هوايي اډو څخه ده، وړیا هغوی (طالبانو) ته پرېښودل شوه، اوس یې د بیا ترلاسه کولو هڅه کوو."
ټرمپ همدا راز په خپلو خبرو کې د امریکایي ځواکونو د ناڅاپي وتلو په پرېکړه هم نیوکه وکړه.
باګرام هوایي اډه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ۲۰ کلن حضور په موده کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو اصلي اډه وه.
دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ داشان څرګندونې کوي. هغه تر دې مخکې هم په څو ځلي د باګرام هوايي اډې په اړه ورته خبرې کړې دي.
نوموړي د ولسمشري لپاره په خپل یو انتخاباتي کمپاین کې هم ویلي ول، که بریالی شي، هڅه به وکړي چې چین وڅاري او د باګرام اډې کنټرول بېرته ترلاسه کړي.
بل پلو الجزیره تلویزون د سېپټېمبر پر ۱۹مه په خپلې ووبپاڼې لیکلې دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي پر ټولنیزو رسنیو په خپور کړي یو بیان کې ویلي، په افغانستان کې د امریکا له نظامي حضور پرته لازمه ده چې افغانستان او امریکا له یو بل سره په تماس کې وي او خبرې وکړي.
نوموړي ویلي په کابل کې د طالبانو حکومت چمتو دی چې د متقابل درناوي او ګډو ګټو په پام کې نیولو سره له واشنګټن سره سیاسي او اقتصادي اړیکې بحالې کړي.