د اتو هېوادونو ترمینځ د کرکټ د ۲۰ اووره لوبو اسیا جام (ایشیا کپ) سیالیو په لړ کې هند او عمان لوبه لري.
د اسیا جام لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې، د سېپټېمبر پر ۱۹مه یې ۱۲مه لوبه د ابوظبي په شېخ زاید نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي. لوبه د کابل په وخت د شپې په اوو او د پېښور په وخت د شپې په اووه نیمو بجو پیلېږي.
تر دې وړاندې د سېپټېمبر په ۱۸مه سري لنکا افغانستان ته په شپږو منډو ماتې ورکړه. افغانستان د لوبې له پچې ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه. هغوی په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په تاوان ۱۶۹ منډې جوړې کړې. د افغانستان له غاړې محمد نبي په ۲۲ توپونو ۶۰ منډې وکړې. هغه په ۲۰م اوور کې پینځه شپږیزې ووهلې. په ځواب کې سري لنکا د ۱۷۰ منډو هدف په ۱۹م اوور کې پوره کړ.
په دې توګه د اسیا کرکټ ۲۰ اووره جام دویم پړاو ته د افغانستان د ورتګ لاره بنده شوه.
د اسیا جام په سږنیو لوبو کې اته هېوادونه په دوو ګروپونو کې لوبېدل. په الف ګروپ کې متحده عربي امارات، عمان، هند او پاکستان او په بې ګروپ کې بنګلادېش، سريلانکا، هانګ کانګ او افغانستان ول. د دوی له منځه هند، پاکستان، بنګلادېش او سري لنکا دویم پړاو ته لاره وموندله.
د کرکټ د نړیوالې شورا (ای سي سي) د معلوماتو له مخې د څلورو غوره ټیمونو ترمینځ لوبې د سېپټېمبر پر ۲۰ پیلېږي. لومړۍ لوبه د سېپټېمبر پر ۲۰مه د سري لنکا او بنګلادېش ترمینځ ده. د سېپټېمبر پر ۲۱مه هند او پاکستان لوبه لري. د سېپټېمبر پر ۲۳مه د پاکستان او سري لنکا لوبه ده او د سېپټېمبر پر ۲۴مه د هند او بنګلادېش لوبډلې میدان ته ځي.
د کرکټ د اسیا جام ۲۰ اووره لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه پیل شوې، پای لوبه به یې د سېپټېمبر په ۲۸ نېټه ترسره شي.