یو افغان پانګوال په خپلو پیسو د خوست یو سړک ترمیم کړ
د خوست ولایت د باک ولسوالۍ اړوند توتاک سیمې ته غځیدلې اته نیم کیلومیټره لاره د یو بهر میشتي افغان پانګوال په مالي مرسته ورغول شوه. که څه هم لاره تر اوسه خامه یا کچه ده خو تر پخواني حالته ښه شوې او د ګاډو تګ راتګ پرې سېوا شوی دی. د لارې پر ترمیم شپږ مېلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی چې په امریکا کې مېشت یو افغان پانګوال فضل محمد خلیل ورکړی دی. د سیمې اوسېدونکي د یاد سړک په ترمیم خوشاله دي او وايي، پخوا د دوی سیمې ته اساسي لاره نه وه او په تګ راتګ کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ ول. د سیمې خلک د لارې د يخېدو غوښتنه هم کوي. د مشال راډیو د خبریال راپور وګورئ.