په تیرا کې یوه ښځه او سړی د ټیلیفوني اړیکې درلودلو په تور ووژل شول
د خیبر د تیرا د برقمبر خېل سیمې یو مشر ملک کمال الدین اپرېدي د سېپټېمبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه یوه ورځ وړاندې په حیدر کنډو کلي کې شوې ده. د نوموړي په وینا د سیمې یوې جرګې د ټیلیفوني اړیکو ساتلو په تور د دوو کورونو په جزوي ډول د سوځولو امر کړی وو خو وروسته د تورنو کسانو کورنیو پخپله هغه ښځه او سړی ووژل. د نوموړي په وینا د تورنو کسانو خپلوانو دا ګام ځکه اوچت کړ چې د سیمې ځینو خلکو ورته پیغورونه ورکول. پولیسو او انتظامیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. په خیبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم په ناموسي پېښو کې یو شمېر خلک وژل شوي دي. په پاکستان کې د ناموسي یا تش په نامه د غیرت په نامه د وژنو خلاف قانون موجود دی خو د هغې باوجود هم وخت په وخت دا ډول مرګونې پېښې مخې ته راځي. د مشال راډیو خبریال راپور لري.