یو روسی ځوان په ړندو سترګو د خلکو په بدن ټټو یا خالونه انځوروي
۳۸ کلن اېګور میخایلوف له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې په سترګو مکمل ړوند دی خو هنر یې خلک ځان ته حیرانه کړي دي. هغه د مسکو له یو پوهنتونه د موسیقۍ زده کړې کړې دي او په بدن د خالونو اېښودو (ټټو لګولو) هنر یې هم زده دی. هغه وايي د خپل تخیل په بنیاد دا هنر پر مخ وړي. د رایټرز خبري اژانس له وېډیو جوړ راپور وګورئ.