پاکستان تحریک انصاف ګوند د ګلګت بلتستان د اعلا وزیر حاجي ګلبر خان په ګډون د اسمبلۍ د ۱۲ غړو بنیادي غړیتوب ختم کړی دی.
پاکستان تحریک انصاف ګوند پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په دې کسانو کې شمس الحق لون، راجه اعظم، عبدالحمید، امجد زیدي، حاجي شاه بېګ، ثریا زمان، راجه ناصر مقپون، مشتاق احمد، دلشاد بانو او فضل رحیم شامل دي. دا کسان د ګوند د تګلارې د سرغړونې او ځان ته د ډلې جوړولو تورونه دي.
پاکستان تحریک انصاف ګوند په یو نوټیفیکېشن کې ویلي چې دا کسان به نور ګوند نامه، بېرغ او دفتر نه کاروي او که د دې سرغړونه یې وکړه نو پر ضد به یې سخته قانوني کاروايي کېږي.
د دې سیاستوالو غبرګون لا مخې ته نه دی راغلی.