د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې ای ایس پي ار د سېپټمبر پر شپږمه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې امریکا په مرستو بار شپږ الوتکې ورلېږي چې لومړۍ هغه یې پاکستان ته رسېدلې ده.
په بيان کې ويل شوي دي چې د مرستې توکي به د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې له لارې ورکوي.
ای ایس پي ار لیکلي چې د سيلاب ځپلو د مرستې لپاره ليږل شوي توکي په اسلام اباد کې د امريکا د سفارت د مشرانو په لاس د پاکستان پوځ ته سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې په وینا، په ټول ملک کې د سېلابونو له کبله د مړو شمېر اوس تر ۹۰۰ اوښتی دی.