پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نیشنل ګوند او عوامي نیشنل ګوند د بي اېن پي تر ولسي غونډې وروسته د شوي بريد پر ضد د سېپټېمبر پر اتمه نېټه په ټوله صوبه کې د احتجاج اعلان کړی دی.
د سېپټېمبر پر څلورمه په کوټه کې د خبرې غونډې پر مهال محمود خان اڅکزي وويل چې تر بريد وروسته دوی د سېپټېمپر پر درېيمه نېټه په کوټه کې د سياسي ګوندونو غونډه وکړه او فیصله يې وکړه چې د پېښې پرضد به د سېپټېمبر پر اتمه په ټول بلوچستان کې بشپړ هړتال وي.
هغه وویل، "فیصله دا شوې ده چې د سېپټېمبر پر اتمه به په ټوله صوبه کې پرامنه ولسي احتجاج کېږي ځکه پر موږ حمله شوې ده او د احتجاج له لارې به د وژل شویو کسانو له کورنیو سره يووالی ښکاره کوو. په دې ورځ به ټول ټريفک بند وي او که امکان ولري نو د اورګاډو تګ راتګ به هم بند وي او د پروازونو چارواکو ته هم وايو چې د سېپټېمبر اتمې نېتې لپاره دې ټکټونه نه پلوري."
د سېپټېمبر پر دويمه د کوټې د سریاب سړک په شاهواني لوبغالي کې د بلوچستان نیشنل پارټۍ د پخواني مشر سردار عطا الله مېنګل د څلورم تلین تر غونډې ختمېدو سمدستي وروسته برید شوی وو چې پکې د يو پولیس والا په ګډون پکې ۱۵ کسان وژل شوي ول.
حکومتي چارواکو دا ځانمرګی برید بللی وو. تر دې دمه هېچا د هغې پېښې ذمه واري نه ده منلې.
د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټی د سېپټېمبر په دویمه د یو بیان په خپرولو سره دا برید غندلی او ویلي یې وو چې د بلوچستان حکومت د پېښې د پلټنو امر کړی دی او د برید تر شا لاس لرونکي به زر ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي. له دې پرته، وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جولای په پای کې په کوټه کې له چارواکو سره د لیدو پر مهال د "ترهګرۍ پرضد" د مبارزې هوډ تکرار کړ او و یې ویل چې په دې لړ کې د بلوچستان له حکومت سره "کلک ملاتړ" کوي.