د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي په کوټه او نورو ښارونو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي


نواب اکبر بګټي د بلوڅو یو له پیاوړو مشرانو څخه وو - د ارشیف انځور
نواب اکبر بګټي د بلوڅو یو له پیاوړو مشرانو څخه وو - د ارشیف انځور

چارواکي وايي په بلوچستان کې د بلوڅو د یو پخواني مشر نواب اکبر خان بګټي د ۱۹م تلین پر مهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

جمهوري وطن ګوند د اګست پر ۲۶مه د بلوچستان په سرښار کوټه، ډېره بګټي، نصیر اباد او نورو سیمو کې د نواب اکبر خان بګټي د تلین غونډې جوړې کړې دي.

د بلوچستان حکومت په کوټه او ځینو نورو بلوڅ مېشتو ښارونو کې سخت امنیتي تدابیر نیولي دي او د کومې ناوړې پېښې د مخنیوي په موخه یې د ښار پر سړکونو د پولیسو شمېر زیات کړی دی.

د بلوچستان د پولیسو چارواکو د اګست پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې د امنیتي اندېښنو له وجې یې له کوټې پېښور او د پاکستان نورو ښارونو ته د اورګاډو تګ راتګ هم د اګست له ۲۵مې نېټې نه ځنډول شوی دی.

نواب اکبر خان بګټي د ۲۰۰۶ز کال د اګست پر ۲۶مه د بلوچستان په کوهلو سیمه کې د پاکستان د پوځ له خوا په ترسره شویو عملیاتو کې وژل شوی وو. نوموړی د ۱۹۲۷ز کال د جولای پر ۱۲مه د بلوچستان په بارکان سیمه کې زوکړی وو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG