د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي چې هغه د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین کړنو ډېر مایوسه کړی او پلان لري چې په راتلونکو ورځو کې په دې اړه څه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته په سفر دی او د هېواد ځواکونو یې په اوکراین کې بریدونو ته دوام ورکړی دی.
ټرمپ د سېپټېمبر پر دویمه د امریکا له یوې راډیو سره د مرکې پر مهال وویل، له ولسمشر پوتین سره یې ډېرې ښې اړیکې وې خو اوس ترې ډېر ناهیلې شوی دی.
ولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې د اوکراین په جګړه کې په زرګونه خلک وژل کېږي چې امریکایان نه، بلکې روسان او اوکراینیان دي او دا جګړه هېڅ مانا نه لري.
د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی، که چیرته روسیه د سولې پر لور ګام نه اخلي، نوې تعرفې او بندیزونه به پرې ولګوي. البته تر دې دمه یې په دې برخه کې عملي ګام نه دی اخیستی.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې ولسمشر پوتین په چین کې د پوځي رسمي ګذشت (پوځي پریډ) په دستوره کې د ګډون لپاره د هغه هېواد په سفر دی.
دا پریډ د دویم نړیوال جنګ د ختمېدو او د چین پر وړاندې د جاپان د تسلیمېدو ۸۰ کالونو پوره کېدو په مناسبت د سېپټېمبر پر درېیمه وشو.
ولسمشر پوتین ویلي دي چې له چین سره یې اړیکې بې ساري حد ته رسیدلې دي چې دې خبرې د غربي هېوادونو مشران اندېښمن کړي دي.