پولیس چارواکي وايي په کورمه کې د مساپرو په یو ګاډي برید کې شپږ کسان وژل شوي دي.
د کواټ (کوهاټ) ډویژن د پولیسو یو مشر عباس مجید مروت د سېپټېمبر په درېیمه رسنیو ته وویل چې د کورمې د محوري په احمد خان کلي کې د مساپرو پر یو ګاډي وسلوال برید کې دغه تلفات اوړېدلي دي.
نوموړی وايي دا د ترهګرۍ یوه پېښه ده او پولیسو د لټون د عملیاتو پر مهال ۱۲ کسان نیولي دي. عباس مجید مروت وايي، هېچا ته به د سیمې د امنیت د خرابولو اجازه ورنه کړل شي او د داډول پېښو تر شا لاس لرونکي کسان به خامخا نیول کېږي.
د کوزې او منځنۍ کورمې د صحت د ادارې مشر ډاکټر کلیم الله د سېپټېمبر په درېیمه مشال راډیو ته وویل، د سدې مرکزي روغتون ته د شپږو کسانو جسدونه ور وړل شوي دي.
له پېښې وروسته یو شمېر سني مذهبو کسانو د کورمې په ساتین څلور لاره کې مظاهره وکړه. د دوی په وینا دا کسان د فرقه ییزې شخړې په ترڅ کې وژل شوي دي. دوی تر څه وخته پورې د وژلو شویو کسانو جسدونه هم د احتجاج په توګه پر سړک اېښي وو او غوښتنه یې کوله چې حکومت دې برید کوونکی زر تر زره ونیسي او سزا دې ورکړي.
بل پلو د کورمې شیعه ګانو هم دا پېښه غندلې ده او ویلي یې دي د شیعه او سني ډلو ترمینځ د سولې له تړون وروسته دا ډول پېښه دوی ته هم د خواشینۍ وړ ده او دوی یې غندنه کوي.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ اوسي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.
په هغه ضلع کې دا ډول شخړې کله نا کله د فرقه ییز تاوتریخوالي شکل اخلي.
له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.