د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په ختیځ کې زلزلې درنه مرګ ژوبله اړولې ده


په زلزله کې مړه او ټپیان د انتقال پر مهال
په زلزله کې مړه او ټپیان د انتقال پر مهال

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د اګست ۳۱مې او لومړي سېپټمبر په منځنۍ شپه راغلې زلزلې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو تر واک لاندې دولتی باختر خبري اژانس لیکي چې تر ټولو زیات زیانونه په کونړ ولایت کې اوښتي دي.

اژانس د کنړ د چارواکو له خولې لیکلي دي چې هلته شاوخوا ۲۰۰ کسان مړه او څه دپاسه ۲۰۰۰ کسان نور ټپي شوي دي.

په کابل کې د روغتیا وزارت چارواکو بیا مشال راډیو ته وویل چې په کونړ کې بیا د نورګل سیمه د نورو هغو پرتله ډیره زیانمنه شوې ده .

د یادې سیمې یو شمېر کسانو پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې بشپړه کورنۍ وژل شوې دي.

د امریکا د جیولوژي سروې ادارې د معلوماتو له مخې د زلزلې شدت ۶ درجې او مرکز یی جلال آباد ښار ته نږدې د ځمکې لاندې اته کیلومتر ژور وو.

له لومړنۍ زلزلې شاوخوا ۲۰ دقیقې وروسته په همدې ننګرهار ولایت کې دوهمه زلزله وشوه، چې شدت یې د ۴.۵ درجې وو او مرکز یې د ځمکې لاندې ۱۰ کیلومتره ژور وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي ، چارواکي او خلک د زیانمنو شویو په ژغورلو بوخت دي او له مرکز او نورو ولایتونو هم مرستندوی ټیمونه په لار دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د ۶.۳ درجې زلزله شوې وه چې وروسته یې نور ټکانونه هم درلودل . د طالبانو حکومت هغه مهال ویلي وو چې لږترلږه ۴۰۰۰ کسان په دې زلزله کې مړه شوي دي.

وروسته ملګرو ملتونو د مړو شمېره شاوخوا ۱۵۰۰ وښوده چې دغه زلزله په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې تر ټولو وژونکې طبیعي پیښه وه.

XS
SM
MD
LG