د خوست خلک د خلبیسات بازار خوړ د پاسه د پل جوړېدو غوښتنه کوي
د افغانستان د خوست اوسیدونکي غوښتنه کوي چې د دې ولایت د خلبیسات بازار د خوړ له پاسه دې پل جوړ شي. دوی وايي، خلبیسات د خوست له ښار وروسته دویم لوی بازار او پراخه کاروباري سیمه ده خو د خلکو د پرلپسې غوښتنو سره، سره هم هلته د خوړ له پاسه پل نه دی جوړ شوی. په یاده لاره خلک د دې ولایت خلک صبریو، باک او ځاځي میدان ولسوالیو ته هم تګ راتګ کوي. نور حال په د رپورټ کې وګورئ.