د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي د هیواد د پارلمان د پخواني رئیس اندرې پاروبي د وژنې په تور یو مشکوک کس نیول شوی دی.
اندرې پاروبي د اګست پر ۳۰مه د لویف ښار په یوه سړک کې په ډزو ووژل شو.
ولسمشر زیلنسکي تیره شپه پرته له نور معلوماتو خپله ایکسپانه کې ولیکل چې د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمینکو او د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې مشر واسیل مالیوک د اندرې پاروبي د وژنې په تور د یو شکمن کس د نیولو راپور ورکړی دی.
ولسمشر زیلینسکي د دې نړیوال شهرت لرونکي سیاستوال قتل "وحشتناکه وژنه" بللې وه او ویلي وو چې "ټول اړین ځواکونه او وسیلې" به د مجرم د نیولو لپاره وکارول شي.
۵۴ کلن اندرې پاروبي یو مشهور سیاستوال وو ، او د اوکراین د ۲۰۱۳-۱۴ کالونو ترمینځ موده کې یې د مسکو پلوي حکومت خلاف هغه پاڅون کې مهم رول درلوده چې د میدان انقلاب په نوم پیژندل کیږي.