د لاسرسي ځای

تازه خبر

کواټ: د پولیسو او وسلوالو ترمینځ نښته کې ۱ پولیس او ۳ وسلوال وژل شوي


په کواټ کې پوليس د ګاډو تالاشي اخلي. پخواني انځور
په کواټ کې پوليس د ګاډو تالاشي اخلي. پخواني انځور

چارواکي وايي د خيبر پښتونخوا د کواټ (کوهاټ) په لاچۍ کې د پوليسو او وسلوالو ترمينځ په نښته کې يو پوليس سرتيری او درې وسلوالو وژل شوي دي.

د خيبر پښتونخوا پوليسو په خپلې رسيمي فيسبوک پاڼې ليکلې دي چې د اګست پر ۳۰مه لومړی وسلوالو پر پولیسو برید وکړ چې په پایله کې یې د لاچۍ ټانې سب انسپکټر اشفاق ووژل شو او دوه سرتيري ټپیان شول.

چارواکي وايي په تعقیب یې پولیسو هم ځوابي کارروايي پیل کړه او په ترڅ کې یې درې وسلوال ووژل شول خو په دې اړه یې نور وضاحت نه دی کړی چې وسلوالو له کومې ډلې سره تعلق درلودلو. د دې راپور تر خپرېدو کومې وسلوالې ډلې هم په دې اړه څه نه دي ويلي.


XS
SM
MD
LG