د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بونېر د پيربابا بازار د بحالۍ هڅې روانې دي


د بونېر د پيربابا بازار د بحالۍ هڅې روانې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:36 0:00

د بونېر پیربابا بازار دوکانداران وايي سېلابونو زیانمن کړي دي. دوی وايي د اګست په ۱۴مه او ۱۵مه شړکنده باران او سېلابونو د هغوی دوکانونه او بازارونه نړولي چې اوس یې دوی د بیرته جوړولو او پاکولو چارې پیل کړې دي. په دې بازار کې هندوان او سیکان هم دوکانونه لري او کاروبار کوي. هغوی وايي مالي تاوان یې زیات دی او نه پوهېږي چې دا تاوان به څنګه پوره کوي؟ په خیبر پښتونخوا کې له طبیعي ناورینونو سره د مبارزې اداره وايي شړکنده باران او سېلابونو په بونېر کې له ۲۳۰ زیات کسان وژلي او له ۱۲۰ زیات یې زخمیان کړي دي. یاده اداره وايي په بونېر ضلع کې له ۷۳۰ زیاتو ودانیو ته هم زیان رسېدلی دی. د خیبر پښتونخوا حکومت ویلي دي چې له سېلاب ځپلو سره به مالي مرسته کوي خو د پیربابا د بازار دوکانداران وايي تر اوسه مرستې نه دي ور رسېدلي. د مشال راډیو خبریال د بونېر پیربابا بازار له دوکاندارانو سره خبرې کړې دي او دا ویډیويي راپور یې جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG