پر چمن پوله ستنېدونکي افغانان هم خوشاله دي هم خپه
ه تېرو ورځو کې ګڼو افغانانو د چمن له لارې د کندهار سپین بولدک ته کډې پیل کړې دي. دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان حکومت د اګست په لومړۍ اونۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو افغانانو ته د میاشتې تر پای پورې د هېواد پرېښودو امر وکړ. اسلام اباد وايي، د سېپټېمبر له پیله د هغو افغانانو جبري اخراج پیلوي. همدې ته په کتو لسګونه کورنۍ چمن ته تللې دي او له هغه ځایه هېواد ته د تګ تیاری نیسي. ځینې کډوال وايي، وطن ته په تګ خوشاله دي خو د ژوند او روزګار سلسلې ګډوډېدو خپه کړي هم دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.