د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برېتانیا پولیسو د "جنسي تېري د تور" په تړاو یو پاکستانی کرکټر نیولی دی


حیدر علي د ۲۰۲۰ز کال د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه په خپله لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې د انګلستان پر وړاندې ۵۴ منډې کړې وې.
حیدر علي د ۲۰۲۰ز کال د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه په خپله لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې د انګلستان پر وړاندې ۵۴ منډې کړې وې.

د برېتانیا پولیس وايي، د پاکستان د کرکټ یو لوبغاړی یې "د جنسي تېري د یو تور" په تړاو نیولی دی او پلټنې ورڅخه کوي.

رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو د اګست پر اوومه وویل، توپوهونکی (بیټر) حیدر علي د مانچسټر پولیسو نیولی دی.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د پاکستان کرکټ بورډ د بیان په حواله ویلي دي چې نوموړی د هېواد د الف لوبډلې د انګلستان (انګلینډ) سفر پر مهال د "یوې پېښې" پر اساس نیول شوی او ورڅخه "جنايي پلټنې" کېږي.

بورډ دا نه ده روښانه کړې چې پر علي څه تور پورې شوی خو پولیسو په یو برېښلیک (ایمېل) کې رویټرز اژانس ته ویلي، "د اګست پر څلورمه" یې د "جنسي تېري راپور ترلاسه" کړ او د هغې پر اساس یې وروسته "یو ۲۴ کلن سړی ګرفتار" کړ.

اژانس د پولیسو په حواله وايي، "د ادعا له مخې پېښه د جولای پر ۲۳مه د مانچسټر په یوه ودانۍ کې شوې ده."

دواړه اژانسونه وايي، د پاکستان کرکټ بورډ د پلټنو تر بشپړېدو پورې د حیدر علي دنده ځنډولې ده.

د پاکستان د کرکټ الف لوبډله چې د شاهینانو په نوم هم یادېږي، د جولای پر ۲۲مه د ۱۵ ورځنیو سیالیو لپاره انګلستان ته ولاړه.

علي یا کورنۍ یې لا د پولیسو د تور په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د کرکټ بورډ ویلي چې هغه ته یې قانوني مرسته ورکړې.

حیدر علي په لومړي ځل په ۲۰۲۰ز کال کې د پاکستان د ملي لوبډلې د غړي په توګه ولوبېد او له هغه وخت راهیسې یې د ۲۰ اووره کرکټ په ۳۵ او په دوو یو ورځنیو سیالیو کې د خپل هېواد استازیتوب کړی دی. نوموړي د ۲۰۲۰ز کال د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه په خپله لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې د انګلستان پر وړاندې ۵۴ منډې کړې وې.

XS
SM
MD
LG