پولیس وايي، په پېښور کې وسلوالو د پولیسو یو افسر په ګډون درې تنه وژلي دي.
د مچني دروازې تاڼې محرر امداد د اګست پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، د پولیسو انسپکټر د اګست پر پینځمه شپې مهال د یوې قضیې تر پلټنو وروسته په ګاډي کې روان وو چې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې.
دی وايي، په برید کې افسر او د هغه دوه ملګري ووژل شو.
د امداد په خبره، هغه افسر په مچني ګېټ تاڼه کې کار کاوه.
تر اوسه معلومه نه ده چې هغه چا او ولې وژلی دی خو پولیس وايي، له یوې مودې راهیسې ورته وسلوالو ډلو ګواښونه کول.
امداد دا و نه ویل چې وسلوالو هغه ته ولې دړکې کولې او ورته یې څه ویل خو زیاته یې کړه چې مقدمه یې دایره کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.
په خیبر پښتونخوا کې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې او وسلوالې ډلې وخت په وخت پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، ولسي مشرانو او فعالانو بریدونه کوي.
صوبايي حکومت او پوځ وايي، امنیت ته ژمن دي او پولیسو او امنیتي سرتېرو د وسلوالو ډلو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.