د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جماعت اسلامي جرګه وايي نور پوځي اپرېشنونه نه مني


د جماعت اسلامي جرګه وايي نور پوځي اپرېشنونه نه مني
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00

د جماعت اسلامي په کوربه توب "د امن غږ" په نوم جرګې له حکومت او امنیتي ځواکونو غوښتي دي چې په خیبر پښتونخوا کې دې ناامني ختمه کړي او د دې لپاره دې نور عملیات نه کوي، بلکې خپلې کورنۍ او بهرنۍ تګلارې (پالیسۍ) دې بدلې کړي. د جماعت اسلامي یو مخکښ مشر او پخواني صوبايي وزیر د جولای پر ۳۰مه په پېښور کې د جرګې پر مهال مشال راډیو ته وویل چې ولس دا فکر کوي چې په خیبر پښتونخوا کې د وسایلو پر سر "پراکسي (نیابتي) جګړه" روانه ده. ده وویل، که ریاست د وسایلو واک ولس ته وسپاري، نو دا جګړه پای ته رسېدای شي. د پېښور جرګې ته د بېلابېلو ګوندونو سیاستوالان، ولسي مشران، دیني عالمان، فعالان او د بېلابېلو کاروباري او ټولنیزو بنسټونو استازي ورغلي ول. دا جرګه پر داسې مهال شوې چې امنیتي ځواکونو او پولیسو د باجوړ د لوی ماموندو په ۱۶ کلیو کې د مشکوکو وسلوالو پر سر درې ورځنیو عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان حکومت او پوځ لا د جرګې د غوښتنو او څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې امنیت ته ژمن دي او د ټولو وسلوالو ډلو پر وړاندې یې مبارزې ته دوام ورکړی دی. پوځ د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د وسلوالو پرضد خپل هدفي عملیات بریالي بولي. داراز، وفاقي حکومت په بیا بیا ویلي دي چې په هغه صوبه کې پر طبیعي وسایلو د ځايي ولس لومړي حق منلو ته ژمن دی. د جرګې په اړه ویډیو وګورئ.

XS
SM
MD
LG