د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په اګست کې له ویسټ انډیز سره د کرکټ لوبلړۍ لري


د پاکستان او ویسټ انډیز ترمینځ د یوې پخوانۍ لوبې انځور
د پاکستان او ویسټ انډیز ترمینځ د یوې پخوانۍ لوبې انځور

د پاکستان او ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې په اګست میاشت کې په ۲۰ اووره او یو ورځنیو لوبو کې سره مخامخ کېږي.

د پاکستان د کرېکټ بورډ (پي سي بي) د ووبپاڼې د معلوماتو له مخې دا لوبې په امریکا او ویسټ انډیز کې ترسره کېږي. پي سي بي وايي، ۲۰ اووره لوبې د اګست په لومړۍ، دویمه او څلورمه د امریکا په فلورېډا کې په پام کې نیول شوې دي.

ورپسې د دواړو هېوادونو د کرکټ لوبډلو ترمنځ یو ورځنۍ لوبې پیلېږي چې د اګست پر اتمه، ۱۰مه او ۱۲مه نېټه د ویسټ انډيز په براین لارا لوبغالي کې ترسره کېدونکې دی.

د پاکستان کرکټ بورډ چارواکو ویلي دي چې د ویسټ انډیز سره د پاکستان د لوبو دا لړۍ د راتلونکي نړیوال جام لپاره د چمتووالي یوه مهمه برخه وي.

XS
SM
MD
LG