د تایلینډ او کمبوډیا (کمپوچیا) مشران تر پینځه ورځنۍ جګړې وروسته پر اوربند سلا شوي دي.
د جنوب ختیزې اسیا هېوادونو ترمینځ د پولې پر سر د لانجې له وجې جګړه پیل شوې وه چې پکې لږ تر لږه ۳۶ تنه ووژل او لسګونه زره نور خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شول.
رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو ویلي، تازه نښتې د دواړو هېوادونو ترمینځ د سرحدي سیمې پر سر د اوږدمهاله لانجې له وجې پیل شوې وې. دا د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۱ز کلونو ترمینځ له تاوتریخوالي راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ تر ټولو خونړۍ نښتې بلل کېږي.
د دواړو خواوو ترمینځ سرحد په ۱۹۰۷ز کال کې د فرانسې استعماري انتظامیې ټاکلی وو چې حیثیت یې مبهم وو او همدا لامل دی چې تایلینډ او کمبوډیا د هغې سیمې د ملکیت دعوه کوي.
د ملایشیا (مالېزیا) وزیراعظم انور ابراهیم د جولای پر ۲۸مه د دواړو خواوو ترمینځ له ځايي وخت سره سم، د شپې له ۱۲ بجو (د پېښور د ماخوستن نهه او د کابل اته نیمې بجې) څخه د "سمدستي او بې له شرطه" د اوربند عملي کېدو اعلان وکړ.
دا موافقه د ابراهیم په دفتر کې د نوموړي په مینځګړتوب د دواړو هېوادونو د وزیراعظمانو تر مذاکراتو وروسته شوې. ملایشیا اوسمهال د جنوب ختیزې اسیا د هېوادونو سازمان (اسیان) نوبتي مشري کوي.