د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران پر یو عدالت برید کې ۶ کسان وژل شوي ۲۲ ژوبل دي


په زاهدان کې له بريد وروسته ټپيان روغتون ته رسول کېږي.
په زاهدان کې له بريد وروسته ټپيان روغتون ته رسول کېږي.

د ایران د سیستان بلوچستان په زاهدان ښار کې د جولای پر ۲۶مه په عدالت برید شوی چې پکې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او ۲۲ زخمیان شوي دي.

د ایران عدلیې د جولای پر ۲۶مه په یو بیان کې دا یو ترهګر برید بللی دی.

د برید ذمه واري بلوڅ بېلتون پالې وسله والې ډلې جیش العدل منلې ده. راپورونه وايي چې دا برید درو وسله والو کړی وو. ویل کېږي چې دا وسله واله ډله له پاکستانه فعالیتونه کوي.

یادې ډلې په یو بیان کې خبرداری ورکړی دی چې سیستان بلوچستان نور د عدلیې کارکوونکو لپاره محفوظه ځای نه دی.

ایرانیو رسنیو ویلي چې په برید کې درې واړه بریدګر وژل شوي دي.

دا د ۲۰۲۴ز له اکتوبر راهیسې په ایران کې د جیش العدل لخوا تر ټولو خونړی برید دی. یادې ډلې تېرکال په اکتوبر کې د پولیسو په یوه قافله برید کړی وو چې پکې ۱۰ چارواکي وژل شوي وو.

جیش العدل د ایران او امریکا لخوا یوه ترهګره ډله ګرځول شوې ده. د یادې ډلې څو وارې د امنیتي ځواکونو او په سیستان بلوچستان کې د ایران له پوله ساتونکیو سره نښتې شوي دي.


XS
SM
MD
LG