د سوریې (شام) د بشري حقونو څار ډله وايي، په جنوبي ولایت السوېدا کې له تېرو څو ورځو راهیسې په نښتو کې لږ تر لږه ۲۴۸ تنه وژل شوي دي.
رویټرز او د فرانسې خبري اژانسونو د جولای پر ۱۶مه وویل، د دوو ډلو ترمینځ د اوربند تر حکومتي اعلان او هلته د سرتېرو د ځای پر ځای کېدو باجود په ولایت کې خال، خال نښتې روانې دي.
د دفاع وزارت د جولای پر ۱۵مه د دروز یا الموحدون دین منونکو او بدویانو ترمینځ تر څو ورځنیو خونړیو نښتو وروسته اوربند اعلان کړ.
د دروز دین منونکي د شام له مذهبي لږکیو یو دي چې لوی تعداد یې په السوېدا کې اوسي.
د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي چې په وژل شویو کې ۹۲ تنه دروز دي چې ورڅخه یې ۲۸ ملکیان او ۲۱ حکومتي ځواکونو "له عدالتي بهیره پرته اعدام" کړي دي.
اداره وايي، په نښتو کې لږ تر لږه ۱۳۸ امنیتي سرتېري او ۱۸ بدوي وسلوال وژل شوي دي.
د شام د بشري حقونو څار ډله وايي، په السوېدا کې د دروز او سني بدویانو ترمینځ نښتې د جولای پر ۱۴مه د یو دروز سبزي پلورونکي تر تښتولو او بیا د دواړو لوریو له خوا د یو بل د کسانو تر اغوا وروسته پیل شوې.