برېتانیوي چارواکي وايي، د پاکستان پر هوايي شرکتونو او الوتکو یې لګولي بندیزونه لیرې کړي دي.
په اسلام اباد کې د برېتانیې سفیرې جېني میرییټ د جولای پر ۱۶مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې د هوايي خوندیتوب ادارې تر ارزونې او تخنیکي بهیر وروسته د پاکستان پر هوايي شرکتونو محدودیتونه لیرې کړي دي.
په اسلام اباد کې برېتانیو سفارت د خپلې سفیرې بیان پر خپله رسمي اېکس پاڼه شریک کړی دی.
په بیان کې وړاندې راغلي، برېتانیې ته د پاکستانیو الوتکو د پروازونو بحالي به وخت واخلي خو دا یو مهم اقدام دی او د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې (سېول اېويیېشن اتارټۍ یا پيکا) د هوايي خوندیتوب چارو د ښه والي ښکارندوي کوي.
د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې د جولای پر ۱۶مه لیکلي، برېتانیې د ۲۰۲۰ز کال په جون کې پر پاکستانیو الوتکو تر هغې وروسته هغه هېواد ته پر پروازونو بندیز لګولی وو د هغه مهال د پاکستان د هوابازۍ وزیر غلام سرور خان په قامي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال ویلي ول چې د هغه هېواد د تجارتي هوايي شرکتونو یوشمېر پیلوټانو "جعلي اجازتنامې (لایسنسونه)" ترلاسه کړې دي.
تر دې وروسته د مکي هوايي چلند ادارې د ۲۶۲ پیلوټانو دندې ځنډولې وې.
خو د هم هغه کال په جولای کې د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي ول چې د ټولو پیلوټانو اجازتنامې اصلي دي.