د پښتو ژبې مشهور ولسي، حماسي او منتقد شاعر مطیع الله تراب د زړه د حملې له کبله مړ شوی دی.
مطیع الله تراب چې عمر یې شاوخوا ۶۰ کاله وو، کورنۍ او ملګري یې وايي، نوموړی د جولای پر ۱۴مه له نړۍ سترګې پټې کړلې.
مطیع الله تراب چې د ژوند اوږده کلونه یې له خپلې کورنۍ سره یو ځای په خوست کې تېر کړي، اصلاً د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی وو.
نوموړی د خپلې انتقادي او حماسي شاعرۍ او د شعر د وړاندې کولو د ځانګړې انداز له کبله ډېر مشهور وو او د هېواد په کچه لویو مشاعرو او ادبي بنډارونو ته به بلل کېده.
په افغانستان کې دننه او له افغانستانه د باندې ډېرو خلکو چې پکې شاعران او چارواکي هم شامل دی، د ښاغلي تراب په ناڅاپي مړینه حپګان ښکاره کړی دی.
د پښتو ژبې وتلي شاعر پیر محمد کاروان د جولای پر ۱۵مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د مطیع الله تراب پر مړینه د خپګان شریکولو پر مهال، هغه یو انتقادي، حماسي او ولوله پارونکی شاعر وباله او زیاته يې کړه، خدای پاک دې شاعر ته یو کړنګېدلی غږ ورکړی وو، چې اوریدونکي او لیدونکي ورڅخه ډېر متاثره کېدل.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د افغانستان یو شمېر مشهورو سیاستوالو، لیکوالو او شاعرانو غمرازي څرګنده کړې او د هغه مړینه يې د ادب او په فرهنګ ډګر کې یوه ضایعه بللې ده.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د مطیع الله تراب پر مړینه خواشیني ښوولې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې د حامدکرزي لخوا په خپاره شوي پیغام کې مطیع الله تراب د یو داسې کس په توګه یاد شوی، چې د هېواد او ولس ستونزې او دردونه يې په شاعرانه احساس بیانول او خلکو ته يې په خپلو شعرونو کې د وطندوستۍ او یووالي پيغام رساوه.
د افغانستان د دې وتلي شاعر جنازه د جولای پر ۱۵مه په کابل او جلال اباد کې ترسره کېږي او بیا د ننګرهار په خوګیاڼو کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کیږي.
مطیع الله تراب د شعر ځانګړی سبک درلود او په اکثرو مشاعرو کې یې خپل شعرونه په یاد ویل چې د مینه والو له بدرګې سره به مخ کېدل.
مطیع الله تراب په دې وروستیو کې په یوه مشاعره کې د طالبانو مشر ملا هبت الله باندې هم نیوکه وکړه چې ولې له کندهاره واک چلوي او هغه ته یې د شعر په ژبه وویل چې کابل ته دې ورشي.
مطیع الله تراب له شاعری سربیره په خوست ښار کې د لویو موټرو لپاره د باډیو د جوړولو ورکشاپ لاره او له همدې لارې يې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کولې.