د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ خبرداری ورکړ ی چې که روسیه په ۵۰ ورځو کې له اوکراین سره پر اوربند موافقه ونه کړي، پر هغو هیوادونو به سختې تعرفې ولګوي چې له روسیې سره راکړه ورکړه کوي.
ټرمپ د اوکراین د جګړې په تړاو د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین نیوکه وکړه او هغه یې په دې تورن کړ چې د سولې د تړون له لاسلیکولو ډډه کوي او واشنګټن ته یې "بېمانا دلایل" وړاندې کړي دي.
ټرمپ د جولای پر ۱۴مه په واشنګټن کې د ناټو له سرمنشي مارک رته سره د کتنې په ترڅ کې اعلان وکړ چې له ناټو سره یې داسې توافق کړی چې د اوکراین لپاره به وسلې استول کېږي او د دغو وسلو لګښت به ناټو ورکوي.
هغه وویل: "موږ نن داسې یو توافق وکړ چې وسلې به اوکراین ته لېږل کېږي او لګښت به یې ناټو پرې کوي."
ټرمپ دا هم وویل چې که چېرې ولادیمیر پوتین د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره اقدام و نه کړي، امریکا چمتو ده چې پر روسیې او هغو هیوادونو چې له مسکو سره راکړه ورکړه کوي، ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفې ولګوي. دا تعرفې ښايي په راتلونکو ۵۰ ورځو کې عملي شي.
ټرمپ زیاته کړه:"موږ له روسیې خوشاله نه یوو، او ډېرې سختې تعرفې به پرې ولګوو، شاوخوا ۱۰۰ سلنه تعرفې. موږ په دې جګړه کې ۲۵۰ میلیارده ډالر مصرف کړي دي او موږ غواړو دا جګړه ختمه شي. زه له پوتین څخه مایوسه یم، ځکه ما فکر کاوه چې دوه میاشتې مخکې به موږ یو تړون ولرو."
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د جولای پر ۱۴مه په ټیليګرام لیکلي، هغه له ټرمپ سره غږېدلی دی او د اوکراین په ملاتړ او د وژنو د مخنیوي او دایمي سولې لپاره په ګډه کار کولو باندې یې ترې مننه کړې ده.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل وکړل. تر هغه وروسته د دواړو هېوادونو سرتېرو سختې جګړې کړي او د يو بل زرګونه سرتېري یې وژلي دي.
روسیې د اوکراين ګڼې برخې نيولي دي. بلخوا د هغې جګړې ختمولو لپاره لا د سولې خبرو څه نتيجه نه ده ورکړې.