د روسیې او اوکراین لپاره د امریکايي ولسمشر ځانګړی استازی کیت کېلاګ د جولای پر ۱۴مه کییف ته رسېدلی دی.
دا خبره یو لوړپوړي اوکرایني چارواکي، چې نوم يې نه دی اخيستل شوی، اسوشيېتېډ پريس اژانس ته کړې.
دا په داسې حال کې ده چې تمه کېږي د ولسمشر ټرمپ حکومت د روسيې او اوکراين د درې کلنې جګړې په اړه تګلاره بدله کړي.
ټرمپ تېره اوونۍ وويل چې د جولای پر ۱۴مه د روسیې په اړه "يو لوی بیان" ورکوي. نوموړي د جولای پر ۱۳مه وویل، اوکراین ته اضافي پیټریاټ هوايي دفاعي نظامونه استوي خو نور جزییات یې ور نه کړل.
په عين وخت کې رویټرز اژانس د جولای پر ۱۴مه د نړيوالې پانګونې لپاره د روسيې د ولسمشر وولاديمير پوتېن د استازي کیرېل دېمېتریېف له خولې ویلي چې د ځینو کړیو د ګډوډوونکو هڅو باوجود به د روسیې او امریکا ترمینځ خبرې روانې وي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ روسیې د اوکراین پر یوشمېر سیمو پرله پسې دوه ورځې لویې او پراخې حملې وکړې چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته.
روسیې درې کاله مخکې په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه دوام لري.