د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر زرداري د اېف سي ځواک د واک پراخولو لنډمهالی قانون لاسلیک کړی دی


ولسمشر زرداري د اېف سي ځواک د واک پراخولو لنډمهالی قانون لاسلیک کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:38 0:00

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د یو لنډمهالي قانون (ارډېننس) په لاسلیکولو د فرنټییر کانسټیبلري (اېف سي) ځواک سطحه لوړه کړې او د واک او کار دایره یې پراخه کړې ده. نوموړي د جولای پر ۱۳مه په فرمان کې اېف سي ځواک د وفاقي یا فېډرالي ځواک په نوم نومولی دی. فرمان وايي، په داسې حال کې چې قامي اسمبلي او سېنېټ اوسمهال تعطیل دي، نو ځکه ولسمشر دا ارډېننس خپور کړ چې سمدستي نافذ شوی دی. اېف سي د پاکستان پولیسو تر واک لاندې یو ځواک وو چې تر دې فرمان مخکې یې پاکستان په سرحدي سیمو کې د قانون پلي کولو او امنیت دندې پرمخ لېږدولې. د ولسمشر زرداري دفتر په فرمان کې ویلي دي چې د ملي امنیت بدلېدونکو شرایطو، د بیړنیو پېښو زیاتېدو، طبیعي ناورینونو او د مدني ناکرارۍ پېښو زیاتېدو اړ کړ چې د هغه ځواک سطح لوړه کړي او واک یې پراخه کړي چې په اغېزناکه توګه د چیلېنجونو مقابله وکړای شي. په پاکستان کې له اېف سي پرته د فرنټییر کور په نوم یو جلا نیمه پوځي ځواک هم شته چې پوځ یې اداره کوي او د ولسمشر تازه لنډمهالی قانون پر هغه ځواک نه لاګو کېږي. تفصیل په دې رپورټ کې.

XS
SM
MD
LG