کییف وايي د هغوی پر بېلابېلو ښارونو د روسیې په تازه بریدونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي.
اوکراينيو چارواکو د جولای په ۱۲مه وويل چې روسيې، تېره شپه یو وارې بیا د اوکراين پر بېلا بېلو ښارونو د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو بریدونه کړي دي.
روسيې په بېګانيو بريدونو کې زياتره د لوېديځ اوکراين ښارونه په نخښه کړي. د اوکراين هوايي ځواک ويلي، له ۵۹۷ ډرونونو څخه يې ۳۱۹ او له ۲۶ توغنديو څخه يې پرته له يو، نور ټول ويشتلي او ناکاره کړي دي.
په ورته وخت کې د روسيې د دفاع وزارت ويلي، بريدونه يې په لفيف، لوتسک، او خارکيف کې د دفاعي صنعت پر تاسيساتو کړي.
روسيې د ۲۰۲۲ز په فېبرورۍ کې پر اوکراين يرغل وکړ، چې تر هغې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنيځ جګړه پيل شوه.
د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ، چې د جګړې نه درولو لپاره يې له خپل روسي سيال ولاديمير پوتین سره خپګان ښوولی، ويلي چې د جولای پر ۱۴مه به د روسيې په تړاو يو لوی بيان جاري کوي.