د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکرایني چارواکي وايي د روسیې بریدونو ۲ تنه وژلي او ۱۶ یې ژوبل کړي دي


 په کییف کې یوه ژوبله ښځه د کور مخې ته یې ولاړه ده - د جولای ۱۰مې انځور
په کییف کې یوه ژوبله ښځه د کور مخې ته یې ولاړه ده - د جولای ۱۰مې انځور

چارواکي وايي، روسیې پر پرله پسې دویمه شپه هم د اوکراین پر یوشمېر سیمو حملې کړې دي چې پکې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۶ ژوبل دي.

د پلازمېنې کییف ښاروال وېتالي کلېچکو د جولای پر ۱۰مه وویل، د روسیې په ډرون او مېزایلي بریدونو کې ودانیو، ګاډو او د تېلو پمپونو ته هم تاوان رسېدلی دی.

راپورونه وايي، د جولای نهمې او ۱۰مې ترمینځ شپې مهال د سرښار په ګډون پر یوشمېر نورو ښارونو بریدونه تر شاوخوا ۱۰ ساعتونو پورې روان ول.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د جولای پر ۱۰مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي، په حملو کې شپږ سیمې په نخښه شوې دي.

زېلېنسکي ویلي، د جولای ۱۰مې نېټې په بریدونو کې د بیلېسټېک توغندیو په ګډون ۱۸ میزایلونه او شاوخوا ۴۰۰ بې پیلوټه الوتکې کارول شوې دي چې ورڅخه یې نیمايي ایراني شاهد ډرونونه دي.

نوموړي لیکلي، دا "په څرګنده توګه د روسیې د دهشت زیاتېدو" ښکارندويي کوي او پر مسکو باید "بندیزونه ژر ولګول" شي.

نوموړي زیاته کړې، پر روسیې باید نړیوال فشار زیات شي چې اوربند ته غاړه کښېږدي.

روسیې درې کاله مخکې په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه دوام لري.

XS
SM
MD
LG