په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي ويلي، باوري ثبوتونه لري چې د پاکستان دننه ترهګر بريدونه د افغانستان له خاورې تنظېمېږې.
عاصم افتخار احمد د جولای پر اوومه د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته په خپله وينا کې وويل چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، بلوچستان لبرېشن ارمي (بي اېل اې) او مجيد بريګېډ وسلوال له افغانستانه په پاکستان کې ستراتېژېکي انفراسټرکچر (بېخبېنا) او پرمختيايي پروژې په نښه کوي.
نوموړي پر هم ياده نېټه پر اېکس په خپل بيان کې زياته کړې ده، د دې لپاره چې کابل د ترهګرۍ پر يوې اډې بدل نه شي، له افغانستان سره بايد منظمې او غوڅې خبرې وشي.
دا له هغه وروسته ده چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې خونړي ترهګر بريدونه وشول. له هغو څخه د جون پر ۲۸مه د شمالي وزيرستان او د جولای پر دويمه د باجوړ هغه د پام وړ دي، چې پکې پوځي سرتېرو او حکومتي چارواکو ته مرګژوبله واوښته.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دايمې استازي د څرګندونو په ځواب کې د افغانستان طالب واکمنو لا څه نه دي ويلي، خو مخکې يې په بيا بيا ټينګار کړی چې د تحريک طالبان پاکستان په ګډون د هېڅ يوې وسلوالې ډلې ملاتړي نه دي او نه پرېږدي چې خاوره يې د ترهګريزو مقاصدو لپاره وکارول شي.
خپله ټي ټي پي هم ويلي چې د پاکستان په خاوره کې فعاله دي او په افغانستان کې پټنځايونو ته اړتيا نه لري.
پاکستان په وروستیو کې په بلوچستان کې پر یو مساپر لېږدوونکي اورګاډي د بېلتونپالې بلوچ لېبرېش ارمي (بي اېل اې) ډلې تر خونړي برید وروسته هم دعوه کړې وه چې وسلوالې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او هلته پر پاکستان بریدونه تنظیموي.
د دې په غبرګون کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وویل چې پاکستان دې د "غیر مسوولانه" تورونو پورې کولو پر ځای "خپل امنيت او د داخلي مشکلاتو حل ته پام واړوي."
د روان کال د فبرورۍ په ۱۰مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه غونډه کې د چين سفیر هم دعوه کړې وه چې په افغانستان کې داعش، القاعده او د ختيځ ترکستان اسلامي تحريک وسلوال فعاله دي چې له يو بل سره همکاري هم لري.
خو هماغه مهال د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد دا تورونه رد کړي او په يو بیان کې یې ویلي وو چې هېڅ وسلوالې ډلې ته په بل هېواد کې د حملو اجازه نه ورکوي.