د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د هغه زمري مالکان نیولي چې لاهور کې یې ۱ ښځه او ۲ ماشومان ژوبل کړي


د راولپېنډۍ په ژوبڼ کې د یو زمري پخوانی انځور.
د راولپېنډۍ په ژوبڼ کې د یو زمري پخوانی انځور.

د پاکستان پولیس وایي، د هغه زمري مالکان یې نیولي چې په لاهور کې یې یوه ښځه او دوه ماشومان ټپیان کړي ول.

پولیسو د جولای پر شپږمه وویل، له یوې کروندې تښېدلي زمري، یوه ښځه او د هغې پینځه کلن او اووه کلن ماشومان ژوبل کړي دي.

پر ټولنیزو شبکو په استوګنیزه سیمه کې پر هغې کورنۍ د زمري د برید ویډیو هم خپره شوې ده.

د پولیسو په خبره، د زمري مالکانو د حملې د مخنیوي هڅه نه ده کړې.

روغتیايي چارواکي وايي، د ژوبلو کسانو وضعیت ښه دی.

چارواکو هغه زمری وروسته ژوبڼ ته لېږدولی دی.

د پاکستان د وفاقي او صوبايي قوانینو له مخې خلک وحشي ژوي په کورونو کې نه شي ساتلای خو پر دې سربېره ځینې خلک زمري او پړانګان ساتي.

XS
SM
MD
LG