د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر روسیې د اوکراین ډرون حملو له کبله سلګونه پروازونه لغوه شوي دي


د مسکو پر هوايي ډګر مساپر د پراوزونو وضعیت او وخت څاري - انځور له ارشیفه.
د مسکو پر هوايي ډګر مساپر د پراوزونو وضعیت او وخت څاري - انځور له ارشیفه.

د روسیې پر خاوره پر دویمه پرله پسې ورځ د اوکراینیو بې پیلوټه الوتکو بریدونو د هغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې الوتنې لغوه کړې او ځنډولې دي.

د جولای پر شپږمه د پلازمېنې مسکو او سېنټ پیټرزبرګ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه محدود کړل.

د روسیې د ټرانسپورټي چارو وزارت وايي، د الوتنو د خوندیتوب لپاره هوايي ډګرونو ته د ورکړل شویو لارښوونو پر اساس د مسکو پر وخت د ماښام تر شپږو بجو پورې ۴۰۰ پروازونه لغوه شول. وزارت پر خلکو ټینګار وکړ چې په اورګاډو کې دې سفر وکړي.

وزارت په بیان کې وویل، د جولای پر شپږمه د ماښام تر شپږو بجو پورې د مسکو پر مهم شېرېمېتییفو هوايي ډګر "۱۷۱ الوتنې لغوه شوې او ۵۶ پروازونه تر دوو ساعتونو پورې وځنډېدل."

بیان وايي، د سېنټ پیټرزبرګ پر هوايي ډګر "۹۰ الوتنې لغوه" او "۳۷ تر لږ تر لږه دوو ساعتونو پورې وځنډېدې."

وزارت زیاتوي چې د ایوانوفا، کیروف، کالوګا، پسکوف او تامبوف پر هوايي ډګرونو هم الوتنې لغوه او وځنډېدې.

د مسکو ښاروال سېرګې سوبیانین وايي، د ښار پر لوري روان شپږ اوکرایني ډرونونه ویشتل شوي خو د زیان په اړه یې څه و نه ویل. د سېنټ پیټرزبرګ او کالوګا چارواکو هم د اوکراینیو بې پیلوټه الوتکو ویشتلو خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې پر کییف ښار لویې هوايي حملې وکړې چې پکې لږ تر لږه دوه تنه ووژل او لسګونه ژوبل شول.

اوکراینيو چارواکو د جولای پر شپږمه وویل چې د دونېڅک سیمې پر بېلابېلو ښارونو د روسیې په حملو کې پینځه تنه وژل شوي او لسګونه کورونه ړنګ شوي دي.

روسیې درې کاله مخکې په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه دوام لري.

په همدې حال کې د روسیې پوځ د جګړې په ډګر کې هم له اوکراین سره د شاوخوا ۱،۰۰۰ کېلومیټره جبهې په ځینو برخو کې د پرمختګ هڅې کوي او د اوکراین پر پوځ یې، چې د سرتېرو او وسلو له کمښت سره مخامخ دی، فشار زیات کړی دی.

XS
SM
MD
LG