د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي ایران غواړي خبرې وکړي او که اړتیا وه نو له استازو سره لیدو ته چمتو دی


ولسمشر ټرمپ ایووا ته تر روانېدو مخکې پر هوايي ډګر له خبریالانو سره خبرې کوي - د جولای درېیمې انځور.
ولسمشر ټرمپ ایووا ته تر روانېدو مخکې پر هوايي ډګر له خبریالانو سره خبرې کوي - د جولای درېیمې انځور.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، ایران غواړي له امریکا سره خبرې وکړي او که اړتیا وي نو چمتو دی چې له استازو سره یې وویني.

نوموړي د جولای پر درېیمه ایووا ایالت ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل، "ایران غواړي خبرې وکړي، زما په اند هغوی لېواله دي چې له ما سره خبرې وکړي او اوس وخت راغلی چې دا کار وشي."

ټرمپ وویل، نه غواړي ایران ته "زیان" ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان د جولای پر دویمه د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې (ای اې اي اې) سره د همکاریو درولو قانوني مسوده لاسلیک کړه.

امریکا تېره میاشت د ایران پر فردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو حملې وکړې. تر دې دوه اونۍ مخکې اسراییلو د ایران پر اټومي او پوځي تاسیساتو لویې حملې کړې وې او ایران یې په غبرګون کې پر اسراییلو توغندي ویشتلي ول.

د ایران پارلېمان د جون پر ۲۵مه د تهران او تل ابیب ترمینځ تر اوربند یوه ورځ د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د همکاریو ځنډولو مسوده منظوره کړې وه.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ په خپلو خبرو کې تایید کړه چې د منځني ختیځ چارو لپاره یې استازی سټیف وېټکوف "دا مهال له ایران سره په خبرو" بوخت دی.

دا خبرې پر داسې مهال کېږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مجید تخت روانچي د جولای پر درېیمه د امریکا له اېن بي سي نیوز سره په مرکه کې وویل چې هېواد یې د امریکا "پر وړاندې اقدام" نه کوي خو د اورانییمو غني کولو ته دوام ورکوي.

خو ټرمپ او د امریکا نورو چارواکو څو ځلې د اورانییمو غني کول "سره کرښه" بللې ده.

XS
SM
MD
LG