د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایراني ولسمشر د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د همکاریو درولو قانوني مسوده لاسلیک کړې ده


ایرانی ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې یوې غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه.
ایرانی ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې یوې غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه.

ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې (ای اې اي اې) سره د همکاریو درولو قانوني مسوده لاسلیک کړې ده.

د ایران تسنیم اژانس او رویټرز اژانس د جولای پر دویمه وویل چې نوموړي دا اقدام د هېواد پر اټومي تاسیساتو د اسراییلو او امریکا تر بمباریو وروسته کړی دی.

امریکا تېره میاشت د ایران پر فردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو حملې وکړې. تر دې دوه اونۍ مخکې اسراییلو د ایران پر اټومي او پوځي تاسیساتو لویې حملې کړې وې او ایران یې په غبرګون کې پر اسراییلو توغندي ویشتلي ول.

د ایران پارلېمان د جون پر ۲۵مه د تهران او تل ابیب ترمینځ تر اوربند یوه ورځ د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د همکاریو ځنډولو مسوده منظوره کړې وه.

د ایران د اسلامي شورا مجلس ویلي ول چې تر هغو چې د اټومي مرکزونو او ساینسپوهانو امنیت نه وي تضمین شوی، د هغې ادارې پلټونکي هېواد ته نه شي داخلېدای.

د جون پر ۱۳مه پر ایران د اسراییلو په لوی برید کې یوشمېر اټومي ساینسپوهان هم وژل شوي ول.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مرکز د اسټریا (اتریش) په پلازمېنه ویانا کې دی او له اوږدې مودې راهیسې د ایران اټومي پروګرام څاري.

هغې ادارې لا د پزشکیان د اقدام په اړه غبرګون نه دی ښوولی.

XS
SM
MD
LG