د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوهان وايي همېش خلیل به همېشه د خلکو په یاد پاتې وي


پوهان وايي همېش خلیل به همېشه د خلکو په یاد پاتې وي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:52:55 0:00

په ۲۰مه پېړۍ کې د پښتو ادب د سر په څيړنکارانو کې له يو څو نورو سره د همېش خليل نوم هم ياديږي. هغه په لسګونو څېړنيز اثار د پښتو لوستونکو ته ډالۍ کړي دي. همېش خليل ګڼ اړخيز شخصيت وو، هغه يوازې څېړنکار نه وو بلکې ترڅنګ یې يو ښه شاعر، کيسه ليکونکی، ژورنالیست، ژباړن، کره کتونکی، تاريخپوه او سياسي کارکن هم وو. نوموړي ترڅو کلونو پورې د پښتنو په قامي سياسي مبارزه کې د زندان سختۍ هم ګاللې دي. د شاعرۍ يې څلور ټولګې او د لنډو کيسو يې يوه مجموعه چاپ ده.

XS
SM
MD
LG