د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند او پاکستان یو بل ته د قیدیانو نوملړ وسپارلو


د هند او پاکستان بیرغونه
د هند او پاکستان بیرغونه

پاکستان او هند په دې دواړو هېوادونو کې د بندي پاکستانيو او هنديو قيديانو نوملړ د ډېپلوماټېکو چېنلونو له لارې له يو بل سره شريک کړ.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جولای په لومړۍ نېټه په خپره کړې يوه خبرپاڼه کې وويل، د قيديانو د نومونو دا تبادله د هند او پاکستان ترمینځ د ۲۰۰۸ز کال د یوې لوظنامې پر اساس شوې ده. د لوظنامې له مخې، دواړه هېوادونه مکلف دي چې هر کال د جنورۍ پر لومړۍ او بيا د جولای پر لومړۍ نېټه د بنديانو نوملړ يو له بل سره شريک کړي.

پاکستان هند ته د ۲۴۶ قيديانو نوملړ سپارلی چې له هغو څخه ۵۳ يې ولسي وګړي او ۱۹۳ کب نيوونکي دي.

هند بيا له پاکستان سره د ۴۶۳ بنديانو لېسټ شريک کړی چې ورڅخه ۳۸۲ ولسي وګړي او ۸۱ کب نيوونکي دي.
پاکستان له هنده غوښتي چې هغه ټول پاکستاني قيديان وروسپاري چې د بند موده یې پوره شوې ده.

سږکال د هند او پاکستان ترمینځ د بندیانو د نوملړ تبادله وروسته له هغې شوې ده چې دواړو هېوادونو په مې میاشت کې له یوبل سره جګړه وکړه.

هند د مې پر اوومه د پاکستان تر واک لاندې په کشمیر کې د بریدونه وکړل او په ځواب یې پاکستان د مې پر ۱۰مه پر هند د بنیان المرصوص په نامه عملیات وکړل.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مې پر ۱۰مه اعلان وکړو چې هند او پاکستان "د بشپړ او سمدستي اوربند" هوکړه ورسره کړې ده. تر هغې وروسته د مې پر ۱۱مه یې دا هم ویلي وو چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير د مسلې د حل لپاره کار کولو ته تیار دی.

XS
SM
MD
LG