د پاکستان وفاقي حکومت د راتلونکو ۱۴ ورځو لپاره د پټرولیم مصنوعاتو بیې لوړې کړې دي.
د پاکستان د خزانې وزارت د جون پر ۳۰مه په نوټېفېکېشن کې وویل چې نوې بیې د جولای له لومړۍ نېټې څخه عملي شوې دي.
د خزانې وزارت وايي چې د تېلو او ګیسو د نظم ادارې او اړونده ځینو نورو ادارو سپارښتنه کړې وه چې د تېلو بیې باید لوړې شي نو په هم دې موخه دوی دا ګام اوچت کړی دی. د نوې نرخنامې له مخې اوس به یو لیټر ډیزل په نږدې ۲۸۳ روپو او یو لیټر پیټرول به په نږدې ۲۶۷ روپو خرڅېږي.
د پاکستان حکومت په نړیواله منډیۍ کې د تېلو بیې ته په کتو په هرو دوو اونیو کې د پیټرولو، ډیزلو او د خاورو د تېلو نوي نرخونه اعلانوي.
تر دې وړاندې د جون په ۱۴مه حکومت د تېلو نرخونه ټیټ کړي وو. هغه مهال د پټرولو د یوه لیټر په قیمت کې ۱۰ روپۍ او ۲۰ پیسې کمي شوې وه او د ډیزلو په یو لیټر کې دوې روپۍ او ۳۳ پیسې کمې کړل شوې وي چې له مخې یې د یو لیټر پیټرولو بیه ۲۵۸ روپۍ او ۱۶ پیسې او د یو لیټر ډیزلو قیمت ۲۶۷ او ۸۹ پیسې ټاکل شوی وو.
پاکستان په ۲۰۱۹ز کال کې د لوی اقتصادي او مالي بحران له ښکار کېدو راهیسې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور یو لړ موافقې کړې دي او د هغې مالي ادارې د شرطونو پوره کولو لپاره یې پر انرژۍ د حکومتي رعایتونو ختمولو ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې د تېلو، ګیس او برېښنا بیې لوړې شوې دي.