امریکایي چارواکو د هغه وسلوال بریدکوونکي جسد پیدا کړی چې د ایداهو ایالت په کوردالین ښار کې یې د اطفایې پر کارکوونکو ډزې کړې وې.
په دغو ډزو کې چې د راپورونو له مخې څو ساعته یې دوام وکړ، د اطفایې دوه کارکوونکي وژل شوي دي.
ګمان دا دی چې بریدکوونکي لومړی ځنګله ته اور اچولی او کله چې د اوروژنې کارکوونکي هلته ور رسېدلي، پر هغوی یې ډزې کړې دي.
د کوتني ښار پولیسو ویلي، د امریکا په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه د اور وژنې یو ټیم د کنفیلډ غره ته واستول شو چې لګیدلی اور مړ کړي، خو نیم ساعت وروسته له برید سره مخامخ شو.
د اسوشیټېد پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ډزو دغه برید څو ساعته دوام درلود.
د ایداهو والي برد لیتل دغه برید " ناوړه" بللی دی.
د بریدکوونکي جسد د کوتني ښار په کنفیلډ غر کې له یوې وسلې سره یوځای موندل شوی دی.
د کوتني ښار د پولیسو مشر رابرټ نوریس خبریالانو ته ویلي:" د لومړنیو راپورونو له مخې مونږ باور لرو چې په پیښه کې یوازې یوه بریدګر لاس درلود."
د برید لامل او انګیزه لا معلومه نه ده.
راپورونه وايي هلته پر ځنګله لګېدلی اور لا هم نه دی مړ شوی او د پولیسو په وینا د مهارولو لپاره یې اوسمهال هېڅوک نه شي لیږلی.
د جون د ۲۹مې نېټې پیښه د ایداهو ایالت په کوردالین ښار کې شوې. دغه ښار ۵۵ زره وګړي لري او د واشنګټن ایالت پولې ته نږدې پروت دی.
دغلته د کنفیلډ غر د پلي تګ او بایسکل ځغلونې لپاره په زړه پورې ځای دی او ونو باندې پوښل شوی دی.