د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف د بجلۍ له بلونو د ټي وي فیس ختم کړ


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف. (انځور: ارشیف)
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف. (انځور: ارشیف)

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف په ټول ملک کې د برېښنا يا بجلۍ له بیلونو د ۳۵ روپۍ ټي وي فیس لرې کولو اعلان کړی دی.

شهباز شریف د جون پر ۲۹مه دا اعلان د بجلۍ سمارټ موبایل ايپليکيشن "اپنا ميټر اپنا ريډنګ " پرانستې پر مهال کړی دی.

نوموړي ویلي چې د دې اپلیکېشن له استعمال سره به د میټر ريډنګ يا لوستلو په پروسه کې شفافیت راوستل شي او د اضافي بلونو له منځه يوسي.

د حکومت لخوا د بجلۍ په بلونو کې تر دې وړاندې له هرچا د ټي وي فیس اخیستل کېدی پر کوم چې خلکو ډېرې نیوکې کولې.

دا نیوکې ځکه کېدې چې د دوی په وینا، کيدای شي چې د جوماتونو په بلونو کې هم او له هغو خلکو هم دا فیس اخیستل کېدی چې ټي وي به یې نه لرله.

XS
SM
MD
LG