د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ: د غزې په جګړه کې پر اوربند د پرمختګ غوښتنه وکړه


امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ. (انځور: ارشیف)
امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ. (انځور: ارشیف)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون پر ۲۹مه د غزې په جګړه کې د اوربند د خبرو د پرمختګ غوښتنه وکړه.

ولسمشر ټرمپ د شل میاشتنۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره د یوې موافقې پر اړتیا ټینګار وکړ.

د اسوشیټیډ پریس د خبر له مخې، داسې ښکاري چې اسراییل او حماس یوې موافقې ته نږدې کیږي.

ولسمشر ټرمپ پر خپله ټولنیزه پاڼه ټروت ولیکل، "په غزه کې تړون وکړئ. یرغمل شوي کسان بیرته راولئ."

دا له هغه وروسته ده چې ولسمشر ټرمپ د جون پر ۲۸مه ویلي وو چې په یوه اونۍ کې اوربند کیدای شي.

XS
SM
MD
LG