د بلوچستان په پښتون مېشته موساخېل ضلع کې د جون پر ۲۹مه راغلې زلزلې لږترلږه پنځه تنه ټپي کړي دي.
دا زلزله د صوبې له مرکز کوټې ۷۵۰ کلومیټر لري پنجاب ته څیرمه د بلوچستان د موساخېل په راړاشم سیمه کې راغلې ده.
په کوټه کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې مشر جهازیب خان مشال راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې پنځه تنه ټپي شوي او ودانیو ته زیان رسېدلی دی.
نوموړي د اهم وویل چې له زلزلې څخه د اوښتي زیان جاج اخیستو لپاره د دوی استازي هلته ورغلي دي.